دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 101129
کندز: د څارنوالۍ په ودانۍ ډله ییزه حمله روانه ده

د کندزچارواکي وایي، چې وسله والو مخالفینو نن د دې ولایت د څارنوالۍ په ودانۍ ډله ییزه حمله کړې ده.
د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادۍ راډیوته وویل، چې حمله کوونکي د پولیسو له جامونه په ګټې اخیستو دې ودانۍ ته ننوتلي دي.
حسیني وویل، چې د حمله کوونکو شمیر درې تنه دی، چې یوه یې انتحاري حمله کړې او دوه نور یې څارنوالۍ ته ننوتلي، چې پولیس ورسره په جګړه بوخت دی.
که څه هم ښاغلي حسیني د دې حملې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل، خو عیني شاهدان وایي، چې تراوسه یې د درې کسانو جسدونه لیدلي دي.
د دې حملې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخستی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcj8vevhuqeyvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته