دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 101140
په ننګرهار ولايت کې د انجونو په ګډون ۱۷۵۰ ځوانانو ته د کانکور

په ننګرهار ولايت کې د انجونو په ګډون ۱۷۵۰ ځوانانو ته د کانکور چمتوالي شپږ مياشتنۍ زده کړې بشپړې او د يوې غونډې په ترڅ کې ورته بری ليکونه ورکړل شول.
دغه پروګرام شپږ  مياشتې وړاندې دننګرهار والي محترم مولوي عطاء الله لودين په نوښت او ځانګړې علاقې له مخې د توحيد ټولنيز او پرمختيايي ادارې له لوري  پيل شو ، چې دښار په ګډون د څلورو ولسواليو دښوونځيو ښځينه او نارينه دولسم صنف فارغانو ته پکې دکانکور دچمتوالي په برخه کې دبیلابیلو مضامينو زده کړې ورکړل شوي، چې په راتلونکي کانکور کې به همدغو فارغانو ته د بري چانس پيدا کړي.
د توحيد ټولنيز او پرمختيايي ادارې مسول وحيد الله الفت د فراغت په جوړه شوې غونډه کې وويل، چې د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين په لارښوونه يې د دولسم ټولګي فارغانو لپاره د کانکور د چمتوالي شپږ مياشتنی پروګرام لومړی دور، چې د انجونو په ګډون ۱۷۵۰ تنو د دولسم ټولګي فارغانو پکې ګډون درلود.
د ده په وينا څلورديرش استادانو لخوا ورته په بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکړل شوې.
د الفت په وينا، چې دوی د راتلونکي کانکور پورې به د ننګرهار ولايت په دوه ويشت ولسواليو کې د کانکور د چمتوالي لنډ مهالي پروګرامونه جوړ، چې له مخې به يې شاوخوا لس زره د دولسم ټولګي فارغان پکې ګډون وکړي.
د فراغت په جوړ شويو مراسمو کې د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين او د توحيد ټولنيزې او پرمختيايي ادارې څخه يې مننه وکړه، چې د ځوانانو لپاره يې د کانکور چمتوالي دغه ګټور پروګرام، چې له مخې به يې د راتلونکي کانکور لپاره زمونږ ځوانان ښه وروزل شي.
ګرديوال وويل، چې د هېواد د جوړولو يواځينۍ لاره زده کړې او معارف ته مخه کول دي بايد د معارف د پياوړتيا لپاره همدا شان بېلابېل پروګرامونه جوړ او ځوانانو ته د زده کړې امکانات برابر شي.
د فراغت په مراسمو کې دوو تنو الفت الله او شبانې، چې د زده کړې په پروګرام کې يې برخه اخيستې وه وويل، چې چې په دغه پروګرام کې يې ډير هغه څه زده کړل، چې په راتلونکي کانکور کې ترې ګټه پورته کړي.
ديادونې وړ ده دننګرهار والي په لارښوونه به دکانکور ازموينې چمتوالي مرکز مسولين په دوهم پړاو کې دجلال اباد په ښار او ولسواليو کې دکانکور ۳۰ نمونوي ازموينې هم واخلي .





https://avapress.com/vdcc0sqsx2bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته