کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې۲۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 6 عقرب 1393 ساعت 11:24


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې غزنی ، کاپیسا ، زابل، میدان وردک ، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۴ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول،  ۲ تنه ټپیان او ۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۳۰ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د هلمند او بغلان ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 101180

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/101180/د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې۲۴-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com