کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داسلامی ایران سوله ایز ایټمي پروګرام به په قدرت سره دوام ولري

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 6 عقرب 1393 ساعت 14:42


دایران داسلامی جمهوریت دایټمی مرکچي ډلې  یوه غړي  له ۵+۱ډلې سره  دایران د ایټمي خبرواترو  دتمدیدیدا په باب دلاس اینجلس  راپور ناسم وباله او   وې ویل  دخبرواترو تمدیدول  په ایجنډا کې نشته او  ټول تمرکز  دنومبر تر۲۴نیټې پورې دخبرواترو پر جدي دوام دی.
دایران دایټمي مرکچي پلاوي دغه غړي چې غوښتل نامه  ئې وانخستل شي   همداراز  دایران دفردو اونطنز  دایټمي تاسیساتو څخه  دایټمي مرکچي ټیم دلیدوکاتو په باب هم وویل  دایران دځوانو  پوهانو بریاوې  دویاړ   لامل دي .
هغه ټينګا روکړ  دایران سوله ایز ایټمي پروګرام  به په قدرت سره دوام ولری. 
دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  او دایران دایټمي مرکچي پلاوي نور و غړو پرون په نطنز او فردو ایټمی تاسیساتو کې داسلامی ایران دسوله ایزو ایټمی پروګرام پر مخ بیولونکي ایټمي تاسسات  وکتل  دایران دایټمي پوهانو  دارزښتمنو  هلوځلو قدرونه   او  دایټمي شهیدانو لوړمقام ته ئې هم درنښت وکړ.


د مطلب کود: 101204

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/101204/داسلامی-ایران-سوله-ایز-ایټمي-پروګرام-په-قدرت-سره-دوام-ولري

آوا
  https://www.avapress.com