دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 101470
۱۷ تنه ترهګر طالبان وژل شوي او ۶۲ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار، لغمان، بدخشان، کندهار، زابل، ارزګان، غزنی،خوست او فراه ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې رسره کړل،۱۷ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۲۲ تنه ټپیان او یو تن د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شو .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او ۱۵ کړۍ ماینونه هم دملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي. همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۴۷ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه دکندهار،پکتیکا، هرات او هلمندولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciyzazut1au52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته