کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"د روان کال د عاشورا په ورځو کې نږدې دوه میلیونه سي سي وينه راټوله شوې ده "

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 15 عقرب 1393 ساعت 11:16


دعامې روغتیا وزارت مشرتابه هیئت او کارکوونکو نن د غرمې وروسته د وينې د اړوکسانو د ژغورنې په موخهپه وړیا توګه وينه ورکړه او پدې کار سره  يې د زخمیانو او ناروغانو د ژوند د ژغورنې په برخه کې خپله انساني او اسلامی وڼده ادا کړه.
د وينې ورکړه يو نیک او غوره انساني او اسلامي عمل بلل کيږي چې هرکال افغانان په محرم الحرام میاشت او عاشورا ورځو کې په انفرادي او ټولييزه توګه د وینې  راټولونې په کمپاينونو کې ګډون کوي او هغه کسان چې وینې ته اړتیالري، د هغوی د ژوند په ژغورنه او درملنه کې مرسته کوي.
دعامې روغتیا وزارت سرپرستې ډاکټرې ثریا دلیل د وینې ورکولو پرمهال، له نورو هیوادوالو، دولتی او غیر دولتي بڼسټونو څخه وغوښت چې په دا ډول کمپاینونو کې ګډون وکړي او د خپلو يوه اندازه ويني په ورکولو سره، خپله اسلامي او انساني ونډه د ویني د اړوکسانو د ځان په ژغورنه  او درملنه کې ادا کړي.
ډاکټرې دلیل وویل: راټوله شوې وينه د سلامتیا او خونديتوب له پلوه د لازمو آزمايښتونولاندې نيول کیږي او وروسته له هغې خوندي او سالمه وينه په يوه ټاکل شوي حرارت  کې ساتل کيږي او د بیړنيو نارغانو او ټپیانو د درملنې لپاره ترې ګټه اخستل کيږي.
د عامې روغتیا وزارت د وينې مرکزي بانک د وينې د راټولونې کمپاينونه په دوامداره توګه په ولایاتو او پلازمينه کابل  کې په لاره اچوی او همدا شان د وينې راټولنې لپاره لازمې آسانتياوې په هیواد کې براره کړي دي ترڅو وتوانيږي سالمه او خوندي وينه د اړو هیوادوالو لپاره دينو په بانکونو او روغتيايي مرکزونو کې ذخیره کړي ترڅو په هیڅو حالاتو کې د ويني په مښت سره مخ نشي.
دځان ژونو، چاودنو او نورو امنيتي پيښوټپیان، د ترافیکی پيښو ټپیان، د سرطانی ناروغان، د تلاسیمیا ناروغان، د زیږونو پرمهال د عملیات شویو میندوې هغه کسان دي چې وینې ته ډیره اړینه اړتیا لري او که چیرې په وخت سره هغوی ته وینه ورنکړل شی، ښایی هغوی خپل ژوند له لاسه ورکړي.
په محرم میاشت او عاشورا ورځو کې د وينې ورکولو فرهنګ د حسیني عزادارانو په ګرم هرکلي سره مخ شوی چې د هرکال په تیریدو سره د ويني ورکوونکو شمیره په زیاتيدو ده. د ۱۳۹۱ کال د عاشورا په ورځو کې یو نیم ( ۱،۵) میلیونه سي سي وینه، د ۱۳۹۲ کال کې یو اعشاریه شپږ (۱،۶) میلیونه سي سي وینه او د روان کال په عاشورا ورځو کې نږدې دوه  (۲) میلیونه سی سی وینه د مرکز او لایتونو څخه راټوله شوې ده.
ویني ورکړه نه یوازې د روغ انسان بدن ته ضرر نلري، بلکه  د ویني ورکوونکي کس روغتيا د خوندي کولو لپاره لازیاتې ګټې لري. د طب علماؤ د ویناوو له مخې، د روغ انسان بدن د وینې د بیا د ترلاسه کولو توان په ډیره کمه موده کې لري.هر نارینه انسان چې روغ بدن ولري، په هرو دریو میاشتو کې او هرښځينه په څلورو مياشتو کې کولای شی چې وینه ورکړي په شرط  ددې چې عمر يې د ۱۸ کالو څخه تر او ۶۵ کالو پورې وي او وزن يې د ۵ کیلو څخه کم نوي.

\"\"


د مطلب کود: 101654

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/101654/د-روان-کال-عاشورا-په-ورځو-کې-نږدې-دوه-میلیونه-سي-وينه-راټوله-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com