دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 101925
په ننګرهار کې ګرځنده غله له خلکو مبايلونه تښتوي
د جلال اباد ښار اوسیدونکي وايي؛ په دې وروستیو څو میاشتو کې په دې ښار کې ورځ په ورځ د ګرځنده غلو شمېر زیاتیږي.
دوی وايي، يو تعداد موټرسایکل سپاره غله د خلکو له لاسونو قیمتي موبایلونه؛ کمپیوټرې او هر هغه څه چې ارزښت ولري په روانه ترې اخلي او له سیمې نه تښتي.
د دوی په خبره اوس خلک په ښار او واټونو کې د غلو له ويرې مبايلونه او نور توکي نشي ګرځولی:
"۱- قیس یم. هغه بله ورځ ما سره زر ډالره وو؛ نه پوهیږم چې کوم ځای نه يې زه تعقیب کړی وم؛ په موټر سایکل دوه کسه راغلل؛ زه يې په برچه ووهلم پیسې یې رانه واخیستې؛ نور په خپله مخه لاړل؛ همدا زموږ درې تنه ګاونډیان دي؛ هر یوه نه یې په داسې وخت کې موټرسایکلو والا موبایلونه تښتولي دي چې دوی په ټیلیفون کې خبرې کولې.
۲- ننګيالی یم، د جلال اباد ښآر اوسیدونکی. دلته په جلال اباد کې دا د موبایلونو غلا بیخي ډيره شوې ده؛ هغه بله ورځ زه د درمسال چوک سره ولاړ وم؛ په رڼا ورځ یوه کس په ټیلیفون کې خبرې کولې چې موټرسایکل باندې دوه کسه سپاره وو؛ راغلل د هغه سړي نه موبایل کش کړ او په خپله مخه لاړ هغه د موبایل مالک ډيرې چغې وکړې؛ خو هغوی سره موټرسایکل و په خپله مخه لاړل."
بلخوا دننګرهار په امنيه قومندانۍ کې جنايي مدير غلام دستګير رحيمي هم په ننګرهار کې د ګرځنده غلو خبره مني؛ ولې په خبره يې تر اوسه يې څلور ډلې غله نیولي او د یوې بلې ډلې په اړه چې ورته معلومات رسیدلي د نیولو هڅې روانې دي:
"دوی خو هره ډله په خپل راس کې یو نفر لري؛ موږ چې دا څو ډلې نیولي د دوی مشران مو هم نيولي دي؛ په دې کې د يوې ډلې امید دی، بل يې صدام دی او بل يې میرویس نومیږي او یوه بله ډله چې زموږ کوښښ روان دی هغه به هم په نیږدې وخت کې ونيسي."
که څه هم په ننګرهار کې د موټرو او پیسو د لوټلو وسله وال غله فعال دي؛ خو د ګرځنده غلو، چې له خلکو مبايلونه تښتوي قضيه زیاتې پیښيږي.
د خلکو په اند که چېرې لوړپوړي چارواکي د وسله والو او ګرځنده غلو ملاتړ ونه کړي او امنيتي ځواکونه د نیول شویو غلو له لارې د دوی اصلي ځالې پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري؛ نو یاده ستونزه به افغان غږ خبری آژانسره شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdxf0fkyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته