کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هندوستان د سیمه ییزو اورګانونو ادارې د مالي برخې ۱۵۰ تنه کارکوونکي روزي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 21 عقرب 1393 ساعت 14:00


په کابل کې د هندوستان سفارت د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې ته په یوه رسمي لیک کې ویلي، چې حکومت یې د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو ادارې د مرکز او ولایتونو، د مالي برخې د یو سلو پنځوسو تنو مامورینو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې همکاري کوي.
د هندوستان سفارت په خپل لیک کې زیاته کړې، چې دولت یې، د دې روزنیز پروګرام تر پایته رسېدو وروسته په کابل کې، د پروګرام څخه د زده کړو او تجربو د شریکولو اوونیز ورکشاپ د جوړولو چار هم پر غاړه اخیستې. د هندوستان سفارت د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې مشرتابه ته بلنه ورکړې، چې د پروګرام تر پیلیدو وروسته، په مناسب وخت کې هندوستان ته سفر وکړي او د پروګرام د ارزولو ترڅنګ د سیمه ییزې حکومتولۍ په اړوندو مسایلو، له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین ډاکټر فرید ماموندزی، د دې همکارۍ له امله د هندوستان له دولت څخه مننه کوي او د سیمه ییزې حکومتولۍ د مالي چارو د کارکوونکو د روزنې پروګرام خورا مهم بولي : (( زه د سیمه ییزو اورګانونو ادارې په استازیتوب د هندوستان له حکومت څخه د دې مهمې همکارۍ له امله مننه کوم. موږ باور لرو، چې د سیمه ییزې حکومتولۍ د مالي برخې کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې د دوست هېواد هندوستان دا همکاري به په چارو کې د شفافیت، حساب ورکونې او مسوولیت اصول لا ډېر یقیني کړي.))
په دې دې پروګرام کې به د سیمه ییزو اورګانونو ادارې د مرکز او ولایتونو د مالي برخې یو سلو پنځوس تنه کارکوونکي، په شپږو پړاوونو کې د پنځلسو وروځو لپاره هندوستان هېواد ته لېږل کېږي او هلته په پلازمېنه ډهلي کې د هندوستان د حکومت د حسابدارۍ او مالیې په روزنیز مرکز یا (INGAF) کې له مالي او حسابدارۍ سره پر اړوندو مسایلو لنډمهاله زده کړې ترلاسه کوي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هندوستان حکومت، د سیمه ییزو اورګانونو ادارې د مالي او تفتیش برخې اووه نوي تنو کارکوونکو ته په یاد هېواد کې د لنډمهاله زده کړو زمینه برابره کړې وه.


د مطلب کود: 102026

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102026/هندوستان-د-سیمه-ییزو-اورګانونو-ادارې-مالي-برخې-۱۵۰-تنه-کارکوونکي-روزي

آوا
  https://www.avapress.com