دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 102037
ننګرهار: بې پیلوټه الوتکې شپږتنه وسله وال طالبان وژلي دي
په ننګرهارکې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې شپږتنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د افغانستان د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي مسول ادریس مومند ازادۍ راډيو ته ويلي، چې تېرماښام ناوخته شاوخوا شپږبجې د ایساف ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د سپين غر ولسوالۍ د مکړنې په کلي کې پر وسله والو طالبانو هوايي برید ترسره کړی، چې په پایله کې د طالبانو د يوه سرګروپ رحمان الله په ګډون شپږتنه وسله وال طالبان وژل شوي.
مومند وايي، په وژل شويو کې یو تن پاکستانی هم شامل دی.
وسله الو طالبانو د یادې پيښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciprazyt1auu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته