دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 102082
روسیې اوامریکا خارجه وزیرانو له ایران سره دموافقې ملاتړ وکړ .
د روسیې او امریکا خارجه وزیرانو په ټیلي فوني خبرو کښې له ایران سره زر اټومي موافقې ته درسیدا ملاتړ وکړ .
ایرنا خبري اژانس واي دروسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف او دامریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کیري په ټیلي فوني خبرو کښې په مکمن چټک وخت کښې له ایران سره جامعې اټومي موافقې ته درسیدا پرضرورت ټینګار وکړ .
دروسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف دغه راز دامریکا له خارجه وزیر سره په خبرو کښې د اوکراین د وروستیو بدلونونو او حالاتو په باره کښې هم خبرې وکړې .
دروسیې خارجه وزیر داوکراین دونتسک او لوهانسک سیمو انتخاباتو ته پام سره د دغو سیمو او دحکومت ترمینځ دخبرواترو ټینګیدا اصولي اهمیت ته هم اشاره وکړه .
دروسیې خارجه وزیر دغه راز دمینسک دصلحې دپلان نه اجرا کول دنه منلو وړ وباله .
دمینسک دصلحې پلان د روان میلادي کال دسپتمبر دمیاشتې په ۵ نیټه دتماس ډلې په غونډې کښې دروسیې و داوکراین او دحکومت دمخالفانو داستازیو په شمول داوکراین د کړکیچ دحل لپاره لاسلیک شوی وو . داوکراین د عسکرو او دمخالفانو ترمینځ د اووربند ټینګیدل ، د دواړو لورو دعسکرو ترمینځ د حایلې محدودې رامینځته کول او ددوې ترمینځ دخبرواترو شروع کول د مینسک دصلحې د پلان په مادو کښې شامل دي .
داوکراین په دونتسک او لوهانسک سیمو کښې په انتخاباتو وروسته په تیرو اوو(۷)ورځو کښې داوکراین په ختیځ کښې جنګونه زیات شول او دواړو لورو یوبل داووربند په خلاف ورزۍ تورن کړي دي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcivrazrt1auu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته