دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 102298
مستغني: افغانستان به د لاجورد لارې د موافقه لیک پرمسودې کار پیل کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نژدې راتلونکي کې د لاجورد لارې د موافقه لیک پرمسودې د کارد پیلېدو خبر ورکوي.
د لاجورد ترانزیتي لارې د طرحې له مخې افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له تور سمندرګي او وروسته بیا د ترکیې له لارې د مدیترانې له سمندرګي سره وصلېږي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني وايي چې دا د افغانستان لپاره تر ټولو لنډه او ارزانه ترانزیتي لاره ده. مستغني ازادۍ راډیوته وویل چې د لاجورد لارې په اوږدو کې د پرتو پنځو هېوادونو استازي به په خپله راتلونکې غونډه کې په دې اړه د موافقه لیک پرمسودې بحث وکړي.
ښاغلي مستغني زیاته کړه چې د پنځه اړخیزموافقه لیک د مسودې وروستی متن به له بحثونو وروسته د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته چې په نژدې راتلونکي کې جوړېږي وړاندې او لاسلیک به شي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchwinz623nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته