دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 102508
عربستان،قطر او ترکیه، هماغه راز په سوریه کی د ترهه ګرو ملاتړ کونکی دی

د ملګرو ملتو په  سازمان کی  د سوریی  استازی  وویل :  هیڅ  هیواد تر اوسه  پوری؛ د ترکیی؛ قطر  او عربستان  په  شان، د  صهیونیسټی  رژیم  لپاره  خدمت  نه  دئ کړئ.
د لبنان  د المیادین  د ټلویژن  د شبکی  د رپوټ  له  مخی، په  ملګرو ملتوکی د سوریی  استازی، بشار الجعفری، پرون د ټروریزم  سره   د مبارزی  په  باره کی، د امنیت  شورا په  غونډه کی، څرګنده کړه : ترکیه؛ قطر  او ربستان، د سیمی  د ټوټی  ټوټی کولو لپاره، د اسرائیلو پروګرامونه  اجرا کوی .
الجعفری  زیاته کړه :  ترکیه ، قطر  او عربستان، له  ترهه ګرو څخه، مالی؛ تعلیمی  او تسلیحاتی  ملاتړ کوی، او د سوریی ؛ عراق  او لبنان  د خلګو د سختۍ  او رنځ  سبب  ګرځی .
ده، د یو شمیر سندونو په  وړاندی کولو سره  زیاته کړه، دغه سندونه  ثابتوی  چی، عربستان   په  مرګ  باندی  محکوم  بندیان، سوریی  ته  د جنګیدو لپاره استوی .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbg5b8wrhbgsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته