کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نورستان په کامدیش کې د ملي اردو او طالب وسله والو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 1 قوس 1393 ساعت 17:11


سیمه ییز چارواکي وايي، د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د ملي اردو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده چې ګڼشمېر وسله والو مخالفینو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
د ملي اردو د دوه سوه او لومړي سیلاب قول اردو د دویمې لوا ویاند محمدهارون یوسفزي ازادي راډیو ته وویل؛ د ملي اردو په پوستو باندې د وسله والو طالبانو له حملو وروسته دا جګړه پيل شوې ده.
یوسفزی وایي، تر دې دمه له دې جګړې نه چې د نن سهار له اته نیمو بجو پيل شوې؛ د اتو وسله والو طالبانو جسدونه په سیمه کې پراته دي.
یوسفزی زیاتوي، په دې جګړه کې تر دې دمه د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.


د مطلب کود: 102606

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102606/د-نورستان-په-کامدیش-کې-ملي-اردو-او-طالب-وسله-والو-ترمنځ-جګړه-لا-هم-روانه-ده

آوا
  https://www.avapress.com