دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 102656
جمهور رئیس غني د ولسي جرګې لخوا د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو د تائید هرکلی کوي
 د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ولسي جرګې لخوا د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو د تائید هرکلی کوي او په عینې وخت کې په مشرانو جرګې هم غږ کوي چې د دغو تړونونو د تائید لپاره په ورته اقدام لاس پورې کړي.
جمهور رئیس غني د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو تائیدول د افغانستان د ملي حاکمیت د ټینګښت لپاره یو ښه اقدام بولي او وایي چې د دغو تړونونو له مخې به د افغانستان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د ټولو امنیتي چارو بشپړکنټرول په خپل لاس کې ولري او همدا راز
دغه ځواکونه به لا پیاوړي او سمبال شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcft0dyvw6dxva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته