کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د گوزڼ د واکسین لړۍ نن یو وار بیا په فراه ولایت کی پیل شوه!

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 قوس 1393 ساعت 15:29


دا لړۍ نن په داسی حال کی پیل شوه چی فراه د نور ولایاتو په پرتله د پولیو د واکسین پلې کیدو پایله یی پڅه ووه، دا کمپاین د فراه د مقام د سرپرست والی الحاج محمد عمر شیرزاد، د فراه د ولایتې شورا مشر فرید بختور، د عامې روغتیا مشر داکتر جبار شایق په شتون پیل شو.
دا کمپاین به په ټول فراه ولایت کې پرته د بکواه ولسوالی کی پلې شی، د یادونې وړ ده چی دا لړۍ به نن، سبا او بل سبا په فراه ولایت کی دوام ولري، دا کمپاین به د 20 کوردنیتورو ، 1050 رضاکارانو او 100 سوپروایزرو په واسطه به مخ ته ولاړ شي او دا کمپاین به 161000زره ماشومان به د واکسین لاندی ونیسې.


د مطلب کود: 102665

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102665/د-گوزڼ-واکسین-لړۍ-نن-یو-وار-بیا-په-فراه-ولایت-کی-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com