دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 102718
د پکتیکا په ځانمرګي برید کې ۱۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
تاند- په پکتیکا کې لږترلږه ۵۰ تنه هغه مهال ووژل شول او ۶۰ نور ژوبل شول چې یوه ځانمرګي د والیبال په مسابقه کې ځان والوزاوه.
راپورونه وايي چې ځانمرګي د والیبال د نندارچیانو په منځ کې ځان چاودلی دی. د والیبال مسابقې ته له درو ولسوالیو څخه خلک ورغلي ول.
د پکتیکا مرستیال والي عطا الله فضلي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې ځانمرګی پر موټرسایکل سپور و او ځان یې د مسابقې په منځ کې الوزولی دی.
ده همداراز وویل:«د ماسبقې لیدو ته د ولسوالۍ د امنیه قومندان او د یو شمېر پولیسو په شمول د سیمې ګڼ خلک تللي ول.»
د فضلي په وینا د پېښې د قربانیانو لوی اکثریت عام خلک دي.
دا برید د پاکستان پولې ته څېرمه د پکتیکا په یحیي خېلو ولسوالۍ کې شوی دی.
ولسمشر غني دا برید په کلکه غندلی دی.
طالبانو تراوسه پوري د دې برید په اړه څه نه دي ویلي خو دا ډله عموماً د هغه برید مسوولیت په غاړه نه اخلي چې ډېر ملکیان پکې ووژل شي.
د وروستیو راپورونو له مخې په برید کې تر پنځوس زیات کسان وژل شوي او په ۶۰ تنو ټپیانو کې د ګڼو حال نازک دی او هره شېبه د تلفاتو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
طالبانو پخوا دې ته ګڼ ورته بریدونه کړي دي. د کندهار د سپو د جنګ په یوه میدان کې، چې سلګونه نندارچیان ورته ناست ول، په ورته برید کې تر ۱۳۰ زیات کسان وژل شوي ول.
د پکتیکا چارواکي وايي چې د سیمې د اوسېدونکو په مرسته یې خپل ولایت له وسله والو طالبانو پاک کړی ځکه طالبان عام ولس ته داسي سزا ورکوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcezw8zvjh87fi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته