دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 102732
جمهوررئیس غني د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو په ولسوالۍ کې ځانمرګی تروریستي برید په کلکو ټکو غندي.
جمهوررئیس غني د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو په ولسوالۍ کې ځانمرګی تروریستي برید په کلکو ټکو غندي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو په ولسوالۍ کې هغه ځانمرګی تروریستي برید په کلکو ټکو غندي چې له امله یې شاوخوا ۴۵ تنه ملکي وګړي شهیدان او نږدې ۶۰ تنه نور ټپیان شول.
دا غمجنه پیښنه نن مازیګر هغه مهال را منځ ته شوه چې د دغه ولایت د یحیی خیلو، خیرکوټ او یوسف خیلو ولسوالیو ځوانانو په خپل منځ کې د والیبال سیالي تر سره کوله.
د افغانستان جمهور رئیس د دغه تروریستي برید د غندلو په ترڅ کې وویل: د بی ګناه ملکي وګړو دا ډول وحشیانه او بی رحمانه وژنه په هیڅ ډول توجیه کیداي نشي او دا غیر انساني او غیر اسلامي عمل د کرکې وړ دی.
جمهور رئیس غني دا کرکجن عمل د افغانستان د دښمنانو کار وباله او د پکتیکا ولایت سرپرست محب الله صمیم ته یی د ټیلیفون له لارې لارښوونه وکړه چی ډیر ژر د پیښې سیمې ته د مرستو ټیمونه واستوي او د دی پیښې د عاملینو په نیولو کی ژر تر ژره لاس په کار شي.
د جمهور رئیس د لارښوونې له مخې د بیړنیو مرستو د ترسره کولو او د ټپیانو د انتقال لپاره د پیښې سیمې ته افغان امنیتي ځواکونه استول شوي دي.
د افغانستان جمهور رئیس د دغې پیښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربارڅخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaeun6u49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته