دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 102734
مشرانو جرګه: د امنیتي او دفاعي سند په تایید کې به غور وشي
دافغانستان مشرانو جرګه وايي، د کابل او واشنګټن ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي او دفاعي سند په تایید کې به پوره دقت وکړي.
یو شمېرسناتورانو د دې جرګې د یکشنبې ورځې په عموميغونډه کې وویل امریکا باید په سند کې د راغلیو موادو په اساس د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي او د پاکستان د لاسوهنې مخه ونیسي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ولسي جرګې د یکشنبې په ورځ د رایو په اکثریت له امریکا او ناټو سره امنیتي او دفاعي سندونه لاسلیک کړل.
د افغانستان مشرانو جرګه وايي چې د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ امنیتي او دفاعي سند په تایید کې به له بیړې کار وانخلي او په تایید کې به یې پوره غور وکړي.
د دې جرګې غړي وايي چې دا مهال افغانستان له نامنۍ سخت کړیږي او امریکا باید له افغانستان سره د لاسلیک شوي امنیتي او دفاعي سند له مخې د افغانستان امنیت ته پوره پام وکړي.
د مشرانو جرګې غړي همدا راز وايي په سند کې د یادو شویو مادو په اساس امریکا مکلفه ده چې افغان امنیتي ځواکونه تجیهز کړي او په افغانستان کې د بهرنیو هېوادو د لاسوهنې مخه ونیسي.
د دې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د یکشنبې د ورځې د جرګې سرپرستي یې کوله وویل مشرانو جرګه به له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند په غور سره وګوري:
″د امریکا د ولسمشر بارک اوباما وروستۍ فرمان له امنیتي سند سره په ټکر کې دی، هیله ده د امنیت په برخه کې د بهرنیانو هر ډول اقدام باید په امنیتی سند کې د راغلیو موادو په اساس تنظیم شي، په دې سند باندې ولسي جرګې بحث وکړ او سنا ته راتلونکی دی او په دې اړه به مشرانو جرګه تصمیم نیسي، هر ډول غیر قانوني عمل د افغانستان د خلکو او ملي شورا له خوا نه شي توجیه کېدای د دې سند مطالعه وخت ته اړتیا ده، قانون موږ ته وخت راکړی او په دې برخه کې باید پوره دقت وشي.″
سناتورانو وویل چې ولسي جرګې له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند په تایید کې له بیړې کار واخیست.
د مشرانو جرګې دویم مرستیال رفیع الله ګل افغان هم وویل، چې له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند باید هغه وخت تایید شي، چې په افغانستان کې امنیټ ټینګ شي:
″کمېسیونو ته یوه یوه کاپي ورکړل شي دغه د افغانستان لپاره حیاتي او تاریخي اهمیت لري دغه څه اسانه خبره نه ده چې باید په بیړه تایید شي ،مطالعې ته اړتیا ده بشپړ دقت ته ضرورت دی.″
پخواني ولسمشرحامد کرزي هم له امریکا سره امنیتي سند په دې مشروط کړی وو، چې په افغانستان کې باید سوله راشي.
ولسي جرګې په داسې حال کې له امریکا سره امنیتي سند تصویب کړ، چې په هېواد کې د ناامنۍ پیښې زیاتې شوي دي.
د امنیتي چارو څیړونکي وایي، حکومت باید له امریکا سره د لاسلیک شوي سند له مخې امریکایي چارواکي دې ته مجبوره کړي، چې د پاکستان د لاسوهنو مخنیوی وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc1iqs02bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته