کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل په وزیر اکبر خان مینه کې هم چاودنه وشوه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 4 قوس 1393 ساعت 14:35


د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ياده چاودنه تاييد کړه  او ويې ويل چې دغه پېښه د لاسي بم د چادونې له امله رامنځته شوې ، چې مرګ ژوبله نه لري .
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر رنسو د عیني شاهدانو له خولې ویلي چې چاودنه د ملي اردو د موټر په کتار شوې ده.
يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې د پېښې په تړا يوتن نيول شوى او پوښتنې ترې روانې دي .
دا په داسې حال کې ده ، چې نن سهار د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند سيمه  کې هم چاودنې د ملي اردو ٧ کومانډو سرتېري ټپيان کړل.


د مطلب کود: 102803

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102803/د-کابل-په-وزیر-اکبر-خان-مینه-کې-هم-چاودنه-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com