دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 102883
کروندګرو ته د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د غنمو تصفیه شوي تخم د ورکړې لړۍ پیل شوه.

کروندګرو ته د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د غنمو تصفیه شوي تخم د ورکړې لړۍ پیل شوه.
د میدان وردګو ولایت د کرنې مالدارۍ ادارې له لورې د دغه ولایت د مرکز او  بېلابېلو ولسوالیو ۴۲۰۰ کروندګرو ته د ۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۲۱۰ ټنه د غنمو د تصفیه شوي تخم د ورکړې لړۍ نن ( سې شنبه) پیل شوه .
د یاد غنمو لګښت،چې د کرنې مالدارۍ له لورې ورکول شوی،هره کروند ګر ته به ۵۰ کیلو ګرامه تصفیه شوی تخم ورکړل شي،چې د راتلوونکو دوه ورځو په ترڅ کې به یې د ویش لړۍ پای ته ورسیږي او د دغه ولایت ۴۲۰۰ کروند ګرو ته به ورکړل شي .
د کرنې او مالدارۍ رئيس انجینرفضل عمر وویل هر کروند ګر ته به د ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو یاد تخم د ۵۴۶ افغانیو په بدل کې ورکړل شي،په داسې حال کې چې د غنمو ۵۰ کیلو ګرامه تصفیه شوی تخم اصلي لګښت ۱۸ سوه افغانۍ دی .
هغه زیاته کړه،د غنمو یاد تصفیه شوی تخم د یوه کال په ترڅ کې په دوه فصلونو ( پسرلي او مني ) کې د کروندګرو له لورې کرل کیږي،چې په ښه توګه د غنمو حاصلات به ورکړي .
د یاد تخم د ورکړې پر مهال د میدان وردګو مرستیال والي ذاکر حسین سلطاني د کرنې او مالدارۍ وزارت څخه مننه وکړه،چې د دغه ولایت کروندګرو ته یې د غنمو د ښه حاصلاتو د ترلاسه کولو په موخه تصفیه شوی تخم ورکړ.
هغه همدا راز ټولو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د یاد تخم د ورکړې پر مهال له پوره شفافیت څخه کار واخلي،ترڅو د دغه ولایت اکثریت کروندګر له تصفیه شوي تخم څخه برخمن شي.



سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch6inzx23nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته