دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 102892
دکابل بانک د غلاګانو دوسیه دافغانستان سترې محکمې ته لیږدول کیږي

دافغانستان  دلوئې څارنوالۍ ویندوي بصیر عزیزي پرون مازدیګر ویلی دي  دکابل بانک دوسیه  له لومړنیو مرحلو تیره شوې  او دنهائي تائيد لپاره سترې محکمې ته لیږدول کیږي .
هغه زیاته کړې  دکابل بانک  په غلادتورنو کسانو شتمنۍ مصادره شوي او که په نورو ولایتونو کې ئې  شتمنۍ او ځایونه وي ،نو دښاروالیو اولسوالیو  له لارې به ئې مصادره کړي .
بصیر عزیزي  روښآنه کړې  تر اوسه پورې دحکومت په وسیله د کابل بانک غلاشوي کابو نهه سوه دیارلس میلیون ډالري پيسو څه دپاسه درې سوه میلیون ډالر بیرته اخستل  شوي دي.
دکابل بانک دوسیه  دافغانستان یوه خورا ستره اوجنجالی مالی دوسیه  ده چې دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ئې دملی وحدت دحکومت دکار په هماغه لومړنیو ورځو کې دسپړلو او څيړلو حکم صادر کړی دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchwinzi23nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته