دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 102955
د شیرخان بندر شپاړس کارکوونکي تښتول شوي

د افغانستان شمالي کندوزو لایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، د شیرخان بندر د ریاست شپاړس کارکوونکي نامالومو کسانو تښتولي دي.
یاد ریاست د سوداګرۍ وزارت اړوند دی.
د کندوز والي غلام سخي بلغان وايي، پېښه د تېرې چارشنبې په ورځ، هغه مهال د دشت ارچي په دوه لارې کې رامنځ ته شوه، چې دغه کسان له شیرخان بندر نه د کندوز ښار ته پر لاره وو.
نوموړی وايي، تښتوونکي د دولت وسله وال مخالفان وو، چې تښتول شوي کسان یې ددغه ولات دشت ارچي ولسوالۍ ته لېږدولي دي.
د افغان دولت وسله وال مخالفان په کندوز ولایت کې پراخ فعالیت او حضور لري، چې په تېرو څو میاشتو کې یې د کندوز ښار ځینې لارې بندې کړې وې.
تر اوسه د دغه تښتول شویو کسانو پړه چا نه ده منلې.
د کندوز والي وايي، د سیمې مشران هڅه کوي، چې له تښتوونکو سره یوې یوې مفاهمې ته ورسېږي او تښتول شوي کارکوونکي راخوشي شي.
شیرخان بندر د افغانستان له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه دی، چې د افغانستان شمالي کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې پروت دی.
دغه بندز د افغانستان او تاجکستان پر پوله موقعیت لري.
ویل کېږي، چې تردې مخکې هم ددغه بندر ځینې کارکوونکي د وسله والو مخالفانو له لوري تښتول شوي وو، چې د سپین روبو په منځګړیتوب بېرته راخوشي شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchminzm23nvwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته