دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 102956
د افغانستان او اماراتو ترمنځ ۴ یو ورځینۍ مسابقې سبا پیلېږي

تاند- په داسي حال کې چې د کرکټ د ۲۰۱۵ نړیوال جام ته ورځې په رالنډېدو دي، د افغانستان او متحده عربي اماراتو ټیمونه دغو اتلولیو ته د تیاري په لړ کې سبا په دوبۍ کې څلور یو ورځینۍ مسابقې پیلوي.
د کرکټ د نړیوال جام مسابقې د راتلونکي کال د فبرورۍ او مارچ په میاشتو کې په نیوزیلنډ او استرالیا کې کېږي.
دا به د متحده عربي اماراتو لپاره دوهم ځل وي چې په دې سیالیو کې ګډون کوي خو د افغانستان لپاره به لومړی ځل وي چې په یو ورځینیو یا پنځوس اوریزو نړیوالو اتلولیو کې ګډون کوي.
د افغانستان او متحده عربي اماراتو مسابقې په دوبۍ کې د کرکټ د نړیوالې شورا د اکاډیمۍ په میدان کې کېږي چې خاوره یې د استرالیا له لوېدیځ او کوینزلنډ څخه راوړل شوې ده.
د نړیوال جام په سیالیو کې متحده عربي امارات په اې ګروپ کې له پاکستان، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا، زیمبابوې او آیرلنډ سره یوځای شوی خو افغانستان په بي ګروپ کې له لا پیاوړو او کوربنو ټیمونو لکه استرالیا او نیوزیلنډ سره مخامخ دی.
همداراز سریلانکا، انګلیستان، سکاټلنډ او بنګله دېش هم له افغانستان سره په بي ګروپ کې دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciwrazqt1au32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته