دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۲۰:۰۲
د مطلب کود : 102982
جمهور رئیس غني د مشرانو جرګې لخوا د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو د تائید هرکلی کوي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د مشرانو جرګې لخوا د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو د تائید تود هرکلی کوي.
جمهور رئیس ووېل: د مشرانو جرګې دغه اقدام د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره یو ډېر مثبت او پر ځای عمل دی.
جمهور رئیس غني د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو تائیدول د افغانستان د ملي حاکمیت د ټینګښت لپاره یو ښه اقدام بولي او وایي، چې د دغو تړونونو له مخې به د افغانستان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د ټولو امنیتي چارو بشپړ کنټرول په خپل لاس کې ولري او دغه ځواکونه به لا پیاوړي او سمبال شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په يوه رسمي سفر د سارک په اتلسمه غونډه کې د ګډون په موخه له دوو ورځو راهیسي د نيپال په پلازمینه کتمندو کې دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6inzi23nvwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته