دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 103103
دننګرهار خوګياڼو ولسوالۍ دکږې ښار په عمومي جامع جومات کې چاودنې د ملاامام په ګډون ۲۹ تنه زخميان کړل
دننګرهار خوګياڼو ولسوالۍ دکږې ښار په عمومي جامع جومات کې چاودنې د ملاامام په ګډون ۲۹ تنه زخميان کړل .
ننګرهار ولايت مقام ته دامنيتي ادارو له خوا ورکړل شوو معلوماتو له مخې دغه چاودنه دجمعې په ورځ دماسپښين په يوه بجه او پنځلسو دقیقو د جمعې لمانځه پرمهال رامنځته شوه .
ددې ناوړه پيښې څخه دخوګياڼو او ننګرهار مرکزي روغتونونو ته ۲۹ تنه زخميان لېږدول شوي ، چې له دې ډلې څخه زيات شمېر زخميان له درملنې وروسته رخصت شوي دي .
اوس مهال یوازې ۱۴ تنه دخوګياڼو ولسوالۍ په روغتون او ۳ تنه نور دننګرهار په مرکزي روغتون کې بستر دي ، چې د ډاکټرانو لخوا يې په ښه شان درملنه پیل شوې او د روغتون دمسولينو په وینا وضعيت يې دامهال د ډاډ وړ دی .
ننګرهار والي محترم مولوي عطاء الله لودين په دې پېښه سخته خواشيني ښودلې  او دا عمل يې يو نه بښوونکي او له جنايته ډک عمل بللی .
ننګرهار والي ددې دردونکې پيښې عاملين داسلام او انسانيت ضد عناصرښودلې ، چې په مقدسو ورځو او ځايونو کې پر لمونځ کوونکو بريدونه کوي .
ننګرهار والي دکږې جومات ملاامام مولوي نورالله او ټولو زخميانو ته دبیړنۍ روغتيا هيله کړې او دروغتيايي ادارو مسولینو ته يې لارښوونه کړې، چې زخميانو ته ټول صحي امکانات برابر کړي .
لودين دخوګياڼو ولسوالۍ مسولينو او امنيتي ادارو ته ددې لارښوونه هم کړې، چې پيښه په دقیق ډول وڅيړي ، عاملين يې پيدا او دقانون منګولو ته يې وسپاري .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdzs0fsyt0zf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته