کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل پولیسو ۸ تنه د قتل، غلا او غیرې قانوني سلاح د ګرځولو په تور ونیول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 قوس 1393 ساعت 14:03


د کابل پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۸ تنه د قتل، غلا او غیرې قانوني سلاح د ګرځولو په تور د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ونیول.
د قتل په تړاو ۵ تنه د پنځلسمې، او ولسمې امنیتي حوزه اړونده سیمو کې چې د دوه تنو په قتل تورن دي نیول شوي دي.
یو بل تن چې د وسایطو او له کورنو څخه د اجناسو په غلا کې لاس درلود د اومې امنیتي حوزې اړنده سیمه کې نیول شوی دی.
دغه راز د غیرې قانوني سلاح د ګرځولو په تور دوه تنه د کابل موسيي ولسوالۍ اړوند اتمې امنیتي حوزې سیمه کې چې دوه تفنګچې یې په غیرې قانوني توګه ګرځولې نیول شوي دي.
پاتې دې نه وي چې د کابل پولیسو له لورې په بګرامیو ولسوالۍ کې د یوې ترهګریز پېښې مخه هم ونیول شوه.
یوه مقناطیسي ماین چې د ترهګرو له لورې د بګرامیو ولسوالۍ اړونده سیمو کې ځاي پرځای شوی و، تېره ورځ د کابل پولیسو له لورې کشف او خنثی شو.
له یاد ماین سره د تړاو په تور تر دا دمه څوکو نه دي نیول شوي خو په اړه یې د پولیسو له لورې جدي پلټنې روانې دي.
د افغانستان ملي پولیس په ځانګړې توګه د کابل پولیس شپه او ورځ زیار باسي څو د امن، باثباته او ډاډمن امنیت په موخه د هر راز جرایمو پروړاندې کړندئ مبارزه وکړي او په دغه لار کې هيڅ راز سپمونه ونه کړي.


د مطلب کود: 103228

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/103228/د-کابل-پولیسو-۸-تنه-قتل-غلا-او-غیرې-قانوني-سلاح-ګرځولو-په-تور-ونیول

آوا
  https://www.avapress.com