دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 103295
روسیه وايي، په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د غځېدو هرکلی کوي

تاند- روسیه وايي چې ناټو به په افغانستان کې خپل ماموریت چې سږ (۲۰۱۴) پای ته رسېږي، وغځوي او دا هیواد یې هرکلی کوي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې په ناټو کې د روسیې خاص استازي الکساندر ګروشکو نن په بروکسل کې وویل، د ملګروملتو په امنیت شورا کې د ناټو ګڼ غړي هیوادونه لېوال دي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ماموریت په اړه یو پرېکړه لیک تصویب شي.
په ناټو کې د روسیې استازي دا خبره وروسته له دې وکړه چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسل کې غونډه وکړه او په هغې کې یې د اوکرایین، د روسیې د یرغل او افغانستان په اړه یو لړ پرېکړې وکړې.
د روسیې استازي د افغانستان په برخه کې د ناټو د نوي ماموریت په باب وویل چې دا د ناټو د یو شمېر هیوادونو د پارلمانونو له لوري یوه مثبته پرېکړه ده.
الکساندر ګروشکو همداراز وویل:«په دې خبر یم چې د ناټو ډېر غړي هیوادونه د دې پلوي دي چې دا پرېکړه لیک تصویب شي، ځکه چې د دغو هیوادونو ملي جرګې په هر حالت کې د لېږل کېدونکو ځواکونو د شمېر په اړه پرېکړې کوي. زه پوهېږم چې دا د ځینو هیوادونو د ملي جرګو له لوري د مثبتې پرېکړې لپاره مهم شرایط دي.»
د ناټو غړیو هیوادونو یو ځل بيا پر خپلې هغې پرېکړې ټینګار وکړ چې څو کاله پخوا یې کړې وه. له دې پرېکړې سره سم به د ناټو ټول محارب پوځیان له افغانستانه وځي او یوازې به شاوخوا ۱۲ زره روزونکي پاتې کېږي یا تازه لېږل کېږي.
د ناټو سرمنشي پرون په بروکسل کې وویل چې نور د افغانستان د جګړې برخلیک د افغانانو په لاس کې دی او ناټو به یوازې افغان ځواکونه روزي.
روسیې تل ویلي چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو هر ډول ماموریت باید لومړی د ملګروملتو او امنیت شورا له لوري تصویب شي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf1mdytw6dx0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته