دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۳۲
د مطلب کود : 103375
جنرال عبدالرحمن رحیمي د جنرال ظاهر ظاهر ځای ناستی شو
له څو ورځو ضد او نقیض اوازو وروسته تېره شپه د افغانستان کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د کابل ولایت لپاره عبدالرحمن رحیمي د امنیې قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
ښاغلي رحیمي له دې مخکې بلخ ولایت کې د امنیتې قومندان په توګه دنده تر سره کوله.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي د امنیې پخوانی قومندان جنرال ظاهر ظاهر په کورنیو چارو وزرات کې له جرمونو سره د مبارزې ادارې د مشر په توګه ټاکل شوی، چې بیا د یادې ادارې مشر سیدعبدالغفار سیدزاده په همدغه وازرت کې د کشف او له جرمونو سره د مبارزې ادارې د رییس په توګه ټاکل شوی دی. صدیق صدیقي وايي، د کابل مخکنی امنیه قومندان د کورنیو چارو وزارت کې د جنايي جرمونو پروړاندې د ادارې مشر ټاکل شوی:
''د کورنیو چارو وزارت له خوا جنرال عبدالرحمن رحیمي د کابل نوی امنیه قومندان معرفي شو، نوموړی مخکې د بلخ ولایت امنیه قومندان و. او کابل مخکنی امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر په کورنیو چارو وزارت کې د جنايي جرمونو پروړاندې د لوی ریاست مشر وټاکل شو.''
ښاغلی صدیقي وايي، دا ګومارنې د کورنیو چارو وزارت د غوښتنې او د ولسمشرۍ له خوا تر منظورېدو وروسته شوې دي.
نوموړی وايي، په دې قضیه کې پر هغو سیاسي مسائلو اوس خبرې نه شي کولی، چې رسنیو ته یې څو ورځې مخکې سر کړی و.
وړاندې، رسنیو ته داسې رپوټونو سر کړی و، چې د کابل ښار امنیه قومندان جنرال ظاهر له خپلې دندې استعفا کړې.
بي بي سي ته ځینو سرچینو ویلي وو، چې د نوموړي استعفا د کورنیو چارو وزارت له خوا هم منله شوې ده.
د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ناامنۍ ډېرې شوې.
ښاغلي ظاهر خپلې لومړنۍ زده کړې په حبیبیې لیسه کې کړې.
نوموړی په ۱۳۶۶ کال کې د پولیسو له اکادیمۍ فارغ شوی او په ۱۳۶۶ کال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په جنايي ریاست کې یې دنده تر لاسه کړه او په ۱۳۶۸ کال کې له مجاهدینو سره یو ځای شو.
له ۱۳۷۱ بیا تر ۱۳۷۵ کاله یې د تعقیب او مراقبت د اجرایيوي مسؤول په توګه کابل کې دنده درلوده او په ۱۳۸۶ کال کې د جنايي جرمونو د ارزونې عمومي مشر او د کابل پولیسو د جنايي څېړنو ادارې مرستیالۍ دنده وروسپارل شوه.
ښاغلی ظاهر په ۱۳۹۲ کال کې د کابل د پولیسو قومندان په توګه وټاکل شو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcefx8znjh87xi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته