دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 103453
پاکستان په ډیورنډ کرښه څلور نیم سوه کلومیټره خندق کندلی

د پاکستان رسنیو  له افغانستان سره د دغه هیواد په پوله کې تر څلورسووکلومیټرو پورې خندق یا کندې د کندلو خبر ورکړ .
د اسوشیټډ خبري آژانس د راپور له مخې پاکستان په بلوچستان صوبه کې له ډیورینډ کرښې سره  په  اوږدو کې  ۴۸۵ کلومیټره لوی خندق کنلی  دی .
دا خندق  دوه نیم میټره ژور او درې میټره پلن دی.
د پاکستان سرحدي ځواکونو  په یوې خپرې کړې بیانیې کې وویل : دا  خندق به نه یوازې د  وسلې  او نشه ایزو موادو  لیږد کنټرولوي بلکې  پاکستان ته د ترهه ګرو او غیر قانوني کډوالو ته اوړیدو  مخه به هم نیسي.
دافغانستان د کندهار د پولیسو کوماندان  عبدالرزاق د پاکستان د سرحدي ځواکونو د  خبرتیا په غبرګون کې وویل :  که پاکستان په رښتیا د مرستې او د ترهه ګرو د اوړیدو دمخ نیوي اراده لري باید ترهه ګر تولید نه کړي.

سرچينه : دصدیا افغان خبیری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbsfb8frhbgap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته