دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 103457
پولیسو د ننګرهار په بهسودو کې دوه انتحاري برید کوونکي نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې پولیسو نن سهار د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې دوه انتحاري حمله کوونکي نیولي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر وایي چې له دې کسانو څخه یوموټر هم نیول شوی او غوښتل یې په ننګرهار ولایت کې انتحاري حملې وکړي.
د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې د حکومت د وسله والو مخالفینو په حمله کې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالمنان روفي ازادي راډیو ته وویل چې دغه حمله تیره شپه هغه مهال وشوه چې د پولیسو یو کاروان له قرقین ولسوالۍ څخه شبرغان ته په لارې د وسله والو له کمین سره مخ شو.
طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی دی.
په یوه بل خبر کې اوری چې د دفاع وزارت وایي، له تیرو دوو ورځو راهیسې په هلمند، کنر، ننګرهار، غزني او لوګر ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال دوه دیرش وسله وال مخالفین وژل شوي او شپاړس نور نیول شوي دي.
د دې وزارت خبرپاڼه وایي چې د عملیاتو پر مهال د ماینونو د چاودنې له امله د ملي اردو ۷ سرتیري هم وژل شوي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcftmdyew6dxja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته