دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 103526
د اسرائیلو ډل وژونکې وسلې دې نابودې کړې شي
د سوریې د خارجه وزیر مرستیال د صهیونیسټ رژیم د ډل وژونکو وسلو په ختمولو ټینګار وکړ.
سوریه الآن خبري سایټ پرون د سوریه د مرستیال خارجه وزیر فیصل المقداد په حواله رپورټ ورکړی چې اسرائیل هر ډول ایټمي، کیمیایي اوبیالوجیکي وسلې په واک کښې لري او دغه ټولې ډل وژونکې وسلې پکار دي له مینځه ولاړې شي څو د مینځني ختیځ هیوادونو ته هیڅ ډول ګواښ او خطر پاتې نه شي.
المقداد د لبنان له البناء ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل: امریکا، انګلستان او فرانسه هم ډل وژونکې وسلې لري او امریکې او فرانسې په جاپان، افغانستان، عراق، پاکستان، ویتنام، الجزایر او لیبیا کښې ډیر جرمونه او جنایتونه کړي دي او په خپلو ډل وژونکو وسلو سره کوې شي یوازې په یوڅو دقیقو کښې ټوله نړۍ په خاورو او وینو لیت پیت کړي.
هغه زیاته کړه: سوریه د ډل وژونکو وسلو د کارولو مخالفو ده او د ډل وژونکو وسلو د منعې د موافقې په وړومبنیو لاسلیکونکو هیوادونو کښې شامله وه او له دا ډول وسلو څخه د مینځني ختیځ پر پاکیدو ټینګار لري.
د سوریې مرستیال خارجه وزیر وویل: اسرائیل په ډاګه اعلان کوي چې خپلې ډل وژونکې وسلې به هیڅکله نابودې نه کړي او امریکا، انګلستان او څو نور لویدیځ هیوادونه یې هم ملاتړ کوي.



 
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcci1qse2bqxp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته