دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 103941
محقق له افغان کډوالو سره د ایران د مرستو قدرونه وکړه

د افغانستان  ملي وحدت حکومت  د اجرایی مشر دوهم مرستیال د اسلامي ایران له مشرانو  د افغان اتباعو د مشکلاتو د حل په وجه قدرونه وکړه .
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې  د افغانستان و ملي وحدت حکومت د اجرایی ریس د مشر دوهم مرستیال محمد محقق په کابل کې په یوې خبري غونډې کې  ایران ته د خپلې تیرې اونۍ سفرپه تشریح سره  د زیات شمیر غیر قانوني افغان مهاجرو  د اقامتونو د شپږو میاشتو د زیاتولو،  په ایران کې د افغان محصلانو او زده کوونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو او  د دغه هیواد د معیوبینو او نشه یانو په مساله کې د ملګرتیا په خاطر د اسلامي ایران د ولسمشر  او د نورو مقاماتو قدرونه وکړه .
محقق وویل :  په ایران کې د افغان مهاجرانو د اقامت  د شپږو میاشتو په تمدید سره وټاکل شوه  چې د افغانستان د مختلفو  وزارتونو  منجمله د کورنیو چارو ، د کډوالو دچارو ، کار او ټولینزو چارو ، روغتیا او نشه ایزو موادو د وزارتونو  یو پلا وی  دد غه مهاجرو په هکله  د وروستۍ فیصلې لپاره یوه طرحه  برابره کړي.
محقق د ایران د مقاماتو په مثبت کړچار سره د   کابو میلیون  غیر قانوني افغان کډوالو  د بچیانو د تعلیم د مسالې حل وستایه .
 د افغانستان د ملي وحدت حکومت داجرایی مشر مرستیال په عین حال کې  د نوې  طرحې خبر ورکړ چې په اساس به یې د دغه  غیر قانوني کډوالو  په هکله د اطلاعاتو په راغونډولو سره  دهغوی په هکله فیصله وشي.
 د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرایی مشر مرستیال   تیره دوشنبه د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کړی و.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdos0ffyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته