د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني په پېښور ښار کې پر یوه ښوونځي هغه تروریستي برید په سختو ټکو غندي چې له کبله يې د ډېريو ماشومانو په شمول، شا وخوا سل کسان مړه او په لسګونه نور ټپیان شوي دي.
جمهور رئيس غني وویل: د معصوم او بې ګناه ماشومانو وژل، په بشپړه توګه یو غیر اسلامي، غیر بشري او غیر انساني عمل دی او زه دغه وحشي کړنه په سختو ټکو غندم.
جمهور رئيس غني د دغه تروریستي برید د قربانیانو کورنيو ته د لوی خدای له دربار څخه د جميل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي.