کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان فوځ د پيښور د حملې په غچ کې په خیبر بمبارۍ وکړې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 27 قوس 1393 ساعت 13:44


د ډان د راپور له مخې د پاکستان د فوځ جنګي جیټ الوتکو پرون په خیبر ایجنسۍ تر ۲۰ ډير ځله بمباري وکړه چې په ترځ کې ېې ۵۷ تنه ووژل شول.
د پاکستان د فوځ سر چینې وايي وژل شوي کسان پاکستاني طالبان دي.
په راپور کې راغلي په دې سیمه د فوځ حملې او بمبارۍ لا هم دوام لري.
ویل شوي د فوځ مشر جنرال راحیل شریف په خپله د عملیاتو قومانده په غاړه لري.
د پاکستان د فوځ په اړوند یوه ښوونځي د طالبانو په برید کې کابو ۱۵۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان ؤ.


د مطلب کود: 104096

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/104096/د-پاکستان-فوځ-پيښور-حملې-په-غچ-کې-خیبر-بمبارۍ-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com