دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 104097
د ملي امنیت ریاست د یوه پخواني کاندید په شمول ۳ یرغملګر ونیول

تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست ځواکونو د غزني د ولایتي شورا یو پخوانی کاندید د اختطاف په تور نیولی دی.
د ملي امنیت ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د غزني د ولایتي شورا پخوانی کاندید عنایت الله طاقت یې په دې تور نیولی چې د برمته نیوونکو د یوې شپږ کسیزې ډلې مشري یې کوله.
ملي امنیت وايي چې دې ډلې د واغز ولسوالۍ اوسېدونکی نجیب الله تښتولی او د غزني ښار په مجاهدین مېنه کې یې پټ کړی و.
د ملي امنیت په وینا نجیب الله په یوه څاه کې ساتل کېده.
د ملي امنیت ریاست وايي چې په غزني کې د دغه برمته ګر له نیولو سره په یووخت یې په جلا عملیاتو کې په هرات کې دوه تنه نور یرغملګر نیولي دي.په هرات ښار کې د یرغمل نیونې په تور د نیول شویو کسانو نومونه عبدالاحد او نظام الدین ښودل شوي دي چې د دغه ښار د اوومې او نهمې ناحیو اوسېدونکي دي.
ملي امنیت د هرات یرغملګر د پوهنتون د یوه محصل، چې وروسته ووژل شو، په تښتولو تورن کړي دي.
په هرات کې د برمته نیونو پېښې زیاتې دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgyt9quak9zz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته