دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 104274
دکندهار د پولیسو مشر په پاکستان کې د طالبانو د ویشتلو امر وکړ

دکندهار د پولیسو مشر د افغانستان له امنیتي  ځواکونو وغوښتل چې  له پولې ورهاخوا او د پاکستان په خاوره کې  طالبان په نښه کړي.
د بي بي سي د راپور له مخې  جنرال عبدالرزاق  د شورآبک له سیمې له ستنیدو وروسته  وویل چې دښمن د پاکستان د سرحدي پولیسو د چوکیو په سل کلومیټرۍ کې پټ شوی او کیدی شي په افغان پولیسو برید وکړي.
د کندهار د پولیسو مشر  د  افغانستان  د کورنیو چارو  له وزارته وغوښتل چې  له دپلماتیکو لارو له پاکستانه وغواړي  ددغه هیواد له دننه په افغانستان د طالبانو  د حملو مخه ونیسی.
جنرال عبدالرزاق چې  څو ځله د طالبانو له حملو بچ پاتې شوی  څه موده  مخکې  امر کړی و چې طالبان له نیولو مخکې  د جنګ پّ میدان کې له مینځه یوسي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان  د پولیسو یو کوماندان له خپلو پولیسو غواړي چې د پاکستان په خاوره کې طالبان په درنو وسلو سره په نښه کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd5o0foyt0zx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته