کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پوتین وايي، ممکن داعش د افغانستان یو شمېر ولایتونه ونیسي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 جدی 1393 ساعت 14:52


تاند- د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اندېښنه ښکاره کړه چې د اسلامي دولت یا داعش ډله به د افغانستان پر ډېرو برخو هم واکمنه شي.
ده د افغانستان پر حالاتو د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې ممکن داعش یا د اسلامي دولت وسله واله سخت دریځه ډله د افغانستان ځیني ولایتونه ونیسي.
پوتین دا اندېښنه په داسي حال کې څرګنده کړه چې تراوسه پوري په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والو کوم څرګند حضور او فعالیت نه دی لیدل شوی.
دا ډله یو ناببره په عراق او سوریه کې رامنځته شوه او اوس د دواړو هیوادونو د خاورو پراخې برخې تر کنټرول لاندې لري.
د اسلامي دولت وسله والې ډلې څو میاشتې پخوا د پاکستان په ښارونو او د افغان کډوالو په کمپونو کې رسالې ووېشلې او داسي ویل شوي چې افغانستان ته یې هم رالېږلي خو عملي فعالیت یې نه د احساس شوی.
داسي ویل شوي چې د طالبانو او حزب اسلامي ځینو قومندانانو ویلي چې که داعش په افغانستان کې فعالیت پیل کړي دوی به ورسره یوځای شي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې د داعش یا د اسلامي دولت وسله والې ډلې یو پلاوی پاکستان ته ورلېږلی چې د سخت دریځو ډلو له قومندانانو سره خبرې وکړي.
روسیې په ځلونو له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو پر پلان اندېښنه ښوولې ده.
د دغه هیواد دفاع وزیر جنرال سرګی شویګو پرون په بشکیک کې د قرغیزستان له لوی درستیز سره په کتنه کې وویل چې روسیه له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د منځنۍ اسیا د هیوادونو د امنیت لپاره له قرغیزستان او تاجکستان سره مرسته کوي.
ده وویل چې روسیه به د قرغیزستان او تاجکستان وسله وال ځواکونه پیاوړي کړي څو د افغانستان له لوري له هر خطر سره مقابله وکړای شي.


د مطلب کود: 104366

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/104366/پوتین-وايي-ممکن-داعش-د-افغانستان-یو-شمېر-ولایتونه-ونیسي

آوا
  https://www.avapress.com