دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 104607
افغانستان کې د ناټو ځواکونو ماموریت رسماً پای ته ورسېد

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ناټو ځواکونو په مرکز کې د رسمي مراسمو پرمهال په رسمي توګه د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو جګړه ییز ماموریت په دې هېواد کې پای ته ورسېد چې تر دې وروسته به افغانستان کې مېشت ناټو سرتېري یوازې د افغان ځواکونو د ملاتړ رول ولري.
په دې مراسمو کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان کمپ بیل د افغان او ناټو ځواکونو سرښندنې وستایلې.
هغه وویل، افغان ځواکونه به په راتلونکي کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي، خو په وینا یې بریا د افغان ځواکونو په برخه ده.
په پام کې وه، چې د راتلونکي ۲۰۱۵ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه دغه مراسم جوړ شوي وای، خو درې ورځې مخکې شول.
ښاغلي کمپ بیل د نننیو مراسمو پیل کې نوی ماموریت پیلېدل د افغان ځواکونو لپاره د هېواد په تاریخ کې یو نوی پړاو وباله، چې په وینا یې بهرني ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو لاسنیوی پرې نه ږدي.
تورې ورځې
هغه دا هم وویل، اوس دا وخت راغلی چې د افغانستان دښمنان د ولسمشر محمد اشرف غني غوښتنې ومني، خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې له بهیر سره یوځای د هېواد سوکالۍ او نېکمرغۍ ته مټې بډوهي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان وویل، په تېرو ۱۳ کلونو کې ناټو ځواکونو له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه وکړه، وینې تویې شوې، نوی ماموریت هم د افغان ځواکونو له لوري مخته وړل کېږي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې بیا به دغه هېواد ته تورې ورځې نه راستنېږي، افغان او ناټو ځواکونه به خپلو وسله والو مخالفانو ته د جګړې ډګر پرې نه ږدي.
بل خوا، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم په هېواد کې د نړیوالو ځواکونو هڅې وستایلې چې په وینا یې: ''باید هېر نه کړو چې ستاسې بچیان او لوڼې زموږ په خاوره کې وژل شوي، دوی زموږ بچیان هم دي.''
هغه ټینګار وکړ، چې اوس د افغانستان بچیان د امنیتي چارو مسؤولیت پرغاړه لري چې ان شاء الله په دې کار کې به بریالي وخېژي.
و وخت چې په افغانستان کې د ناټو او ارریکايي ځواکونو شمېر ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېده، اوس به یوازې ۱۵ زرو ته راټیټ شي.
د افغانستان او ناټو ترمنځ د هوکړې پربنسټ، د ۲۰۱۴ کال په ختمېدا سره په دې هېواد کې د ناټو ځواکونو جګړه ییز ماموریت پای ته رسېږي، یو وخت چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو شمېر ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېده، اوس به یوازې ۱۵ زرو ته راټیټ شي.
دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو شمېر څه باندې ۳۲۵۰ کسانو ته رسېږي.
د افغان امنیتي ځواکونو امنیتي روزونکي وايي، اوس دوی سمې روزنې ترلاسه کړې دي. دغه ځواکونه لوړ مرام او ښه تجهیزات لري.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdzo0f5yt0z96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته