دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 104612
په هلمند کې ۱۴ کلنې انتحاري نجلۍ پولیسو ته ځان تسلیم کړ

په هلمند کې يوې څلوارلس کلنې نجلۍ وړاندې تر دې چې د پلار له خوا دچاوديدونکو توکو ډک واسکټ په واغوستل سي پوليسو ته ځان تسليم کړى دى.
نجلۍ د نوزاد ولسوالۍ اوسيدونکې ده او اوس په لښکرګاه کې د عدليې رياست اړوند د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې ده.
د نوزاد ولسوالۍ د اروموز د سيمي اوسيدونکې زرمينه وايي؛ د خپل پلار او يوه طالب قوماندان له خوا مجبوره کړاى سوې وه چې د عامه نظم د پوليسو پريوه پوسته ځانمرګى بريد وکړي. زرمينه چې د څوارلس او اولس کلونو په منځ کې عمر لري؛ وايي، د دې له پاره چې د عامه نظم د پوليسو پر يوه پوسته ځانمرګى بريد وکړي؛ نولس ورځې وړاندې د پلار له خوا د ماما کور ته چې د نوزاد په جازي سيمه کې دى راوستل شوه. دا وايي، څو تنه نور د لږ عمر هلکان هم هڅول سوي وو چې د دې سره يوځاى په ځينو نورو پوستو ځانمرګي بريدونه وکړي.
دا لومړى ځل نه دى چې په هلمند يوه نجلۍ د خپلې کورنۍ له خوا د ځانمرګي بريد ترسره کولو ته مجبوره کيږي؛ تېر کال هم د هلمند د خانشين ولسوالۍ يوه اوسيدونکې "سپوږمۍ" چې د خپل ورور له خوا پر پوليسو ځانمرګي بريد ته اړه شوې وه؛ وړاندې تر بريد پوليسو ته ځان تسليم کړ.
زرمينه وايي، د کورنۍ اکثره غړي يې له طالبانو سره دي او تر دې وړاندې د دې دا کا دوو لوڼو هم په افغان ځواکونو ځانمرګي بريدونه کړي دي.
په هلمند کې د عامه نظم د اتمي لوا د ارکان ریيس سمونوال سيدالرحمن شايق ازادۍ راډيو ته وويل؛ وسله وال په اکثرو وسله والو بريدونو او ځانمرګو حملو کې له ماشومانو څخه کار اخلي. دی وايي، تسليم شوې نجلۍ پر دې اعتراف کړى دى چې د خپل پلار او يو طالب قوماندان له خوا ځانمرګي بريد ته اړ استل شوې وه.
سيدالرحمن وايي، نجلۍ د خپلي کورنۍ سره د بېرته تللو څخه انکار کړى دى.
زرمينه د شنبې په ورځ د عامه نظم پوليسو ته وروسته له هغه تسليم شوه چې د پوليسو پر پوسته يې له ځانمرګي بريد څخه انکار وکړ.
سمونوال سيد الرحمن وايي، د بريد طرحه د طالبانو د يوه قوماندان عبدالباقي او د نجلۍ د پلار ملا شکور له خوا جوړه شوې وه. ويل کيږي د نجلۍ پلار د بزګرۍ تر څنګ د اورموز په سيمه کې له وسله والو سره ښې اړيکي لري.
د هلمند ولايتي شورا غړي نرګس درخشاني وايي؛ حکومت د زرمينې له پاره دې د اوسيدلو ځاى او د زده کړې زمينه برابره کړي:
"نارينه او ښځينه دواړه د ژوند کولو حق لري او دا چې ځيني کسان د دوی يعنې ښځينه وو څخه د ژوند حق داسې اخلي او دې ډول ناوړه عمل ته اړباسي ظلم کوي او زه له حکومت څخه غوښتنه کوم چې د زرمينې تر څنګ ټولو هغه کسانو او په خاص ډول د کم عمر ماشومانو ته چې په دې تور نيول کيږي؛ د ژوند، عزت او زده کړې حقوق تامين کړي، ځکه که چېري خپلو کورونيو ته وسپارل شي؛ شايد بيرته په ورته عمل لاس پورې کړي."
که څه هم خپله زرمينه او دعامه نظم پوليس په دې اړه وسله وال تورنوي، خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي؛ دوى هيڅ کله له کم عمره کسانو څخه په خپلو ليکو او بريدونو کې استفاده نه کوي او د زرمينې کيسه د حکومت له خوا جوړه شوې او تبليغاتي برخه لري او دوى د زرمنيې څخه د ځانمرګي بريد غوښتنه نه ده کړې.

سرچينه : دصدای افغان خبری ازانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjvxev8uqeymz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته