کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عظیمي: د الکټرونیکي تذکرو په ویشلو سره به په انتخاباتو کې د ښځو ګډون ډير شي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 جدی 1393 ساعت 15:52


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون چارواکي وايي چې د الکټرونیکي تذکرو په ویشلو سره به په انتخاباتو کې د ښځو ګډون ډير شي.
د دې کمیسیون مرستیالې ریدا عظیمي نن په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې د ۱۳۹۳ کال په انتخاباتو کې۳۷،۱ فیصده ښځو ګډون کړی و.
میرمن عظیمي وویل چې اوس مهال د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون لس فیصده کار کوونکي ښځې جوړوي او اړتیا ده چې دا شمېره زیاته شي.
که څه هم په انتخاباتو کې د ښځو ۳۷ فیصده ونډه د پام وړ ده؛ خو د ښځو مدافع بنسټونه دغه اندازه کافي نه بولي او وایي چې په انتخاباتو او تصمیم نیونه کې باید د ښځو ونډه زیاته شي.


د مطلب کود: 104613

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/104613/عظیمي-د-الکټرونیکي-تذکرو-په-ویشلو-سره-انتخاباتو-کې-ښځو-ګډون-ډير-شي

آوا
  https://www.avapress.com