دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 104677
دکاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ د طالبانو له لورې نومول شوی ولسوال مولوي عزیز ووژل شو

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي عزیز د خپلو دوو ملګرو سره چې د ماینونو جوړولو انجینران و، ووژل شول.
د طالبانو دغه نومول شوی ولسوال د یکشنبه په ورځ د امنیتی ځواکونو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په پایله کی د تګاب ولسوالۍ د علي زیي کلي اړونده سیمه کې ووژل شو.
مولوي عزیز په کاپیسا ولایت کې د ځانمرګو بریدونو، د سړک غاړې ماینونو په ښخولو او د ملکي وګړو په وژنه کې رغنده لاس لره.
د هېواد ملي پولیسو د مولوي عزیز وژل کیدل د دولت وسله والو مخالفینو ته یو لوئ غاښ ماتوونکی ځواب بولي او د مولوي عزیز په وژلو سره به د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې ډاډمن امنیت خوندي شي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca0yn6049nwi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته