کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان وايي، ناټو او متحدانو یې ماتې وکړه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 9 جدی 1393 ساعت 18:10


تاند- افغان طالبانو په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت د پای ته رسېدو له اعلانېدو یوه ورځ وروسته وویل چې امریکا او د هغې متحدانو ته یې ماتې ورکړې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې، چې رسنیو ته یې لېږلې ده، ویلي چې امریکا او د هغې متحدان په افغانستان کې خپل هدف ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي.
ناټو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ایساف بیرغ ښکته کړ او خپل جنګي ماموریت یې رسماً پای ته ورساوه. ټاکل شوې ده چې د نړیوالو ځواکونو نوی ماموریت، چې د ملګروملتو امنیت شورا تایید کړی دی، د پنجشنبې له ورځې پیل شي. په دې ماموریت کې، چې غوځ ملاتړ نومېږي، د ناټو ۱۳ زره روزونکي افغان امنیتي ځواکونو ته یوازې روزنه او مشوره ورکوي خو په جګړه کې برخه نه اخلي.
د طالبانو د یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد له قوله پاکستاني رسنیو ویلي چې ناټو ناکامه او مایوسه شوې ده.
پاکستاني رسنیو د ذبیح الله مجاهد له خولې همداراز ویلي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا پاتې پوځیان به هم له ماتې پرته بل برخلیک ونه لري.


د مطلب کود: 104683

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/104683/طالبان-وايي-ناټو-او-متحدانو-یې-ماتې-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com