دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 104739
د امام حسن عسکري(ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت تسلیت درته وایوو

نن چهارشنبه د مرغومې لسمه، د ډسمبر ۳۱مه او د ربیع الاول ۸مه نېټه ده چې د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د شهادت د کلیزې له ورځې سره برابره ده.
۱۱۷۶ کاله وړاندې د۲۶۰ سپوږمیز کال د ربیع الاول په ۸مه نېټه، د حضرت رسول اکرم (ص) یو پاک لمسی، حضرت امام حسن عسکري (ع) د عراق په سامرا ښار کې شهید کړای شو.
امام حسن عسکري (ع) په ۲۳۲ سپوږمیز کال کې د مدینې په ښار کې وزږید.
د پیغمبر(ص) لمسی او دده قدرمن پلار ، حضرت امام هادي(ع) غوره انساني کمالونه او ښې ګڼې لرلې او د هغه مور مبارکه ، یوه عالمه، فضیلت لرونکې او خیرغواړې میرمن وه.
دغه قدرمن امام د پلار له شهادته وروسته، د مسلمانانو مشري او لارښوونه پر غاړه واخیسته.
دده مبارک د امامت دوران، د حضرت مهدي (ع) د زیږون له امله، ډیر سخت او حساس دوران و.
ځکه د عباسي حکومت مامورین پوره ځيرو، چې ماشوم د زیږون پر مهال له منځه یوسي.
خو حضرت مهدي (ع) د لوی خدای ج په لورینه او مهربانۍ سره نړۍ ته سترګې رڼې کړې او د پلار له شهادته وروسته له لیدو پنه شو، ترڅو د خدای ج په امر او اراده په راتلونکې کې، چې یوازې الله ج ته هغه مهال معلوم دی، ښکاره شي او د نړ ۍ له مخې شرک او ظلم ورک کړي.
خو حضرت حسن عسکري(ع) د خپل علم او پوهې مکتب کې، فضیلت لرونکي عالمان وروزل، چې هر یوه یې د مختلفو اسلامي علومو په برخه کې د لیکلو اثارو په پرېښودو سره، د اسلامي معارف د ودې او لوړتیا په لاره کې رغنده ګامونه پورته کړي دي.
بالاخره په دې ورځ حضرت امام حسن عسکري (ع) ته زهر ورکړل شول او په شهادت ورسید.
د ایران راډيو ټلویزیون اداره د حضرت امام حسن عسکري(ع) د شهادت پد کلیزې په مناسبت ټولو مسلمانانو ته تسلیت وايي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjtxevhuqeyaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته