دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 104741
دعراق په شمال کی،د ترهه ګرو سخته ماته

دعراقی پوځیانو د عملیاتو له  کبله،  د داعش  د ترهه ګری  ډلی   ۵۵  عناصر، د صلاح الدین  په   ولایت کی  ووژل  شول  .
السومریه  د ویب سایټ  د رپوټ  له  مخی، دعراق  د دفاع  وزارت  نن،  دیوی  بیانیی په  خپرولوسره، اعلان  وکړ چی، دصلاح الدین  په  ولایت کی، د سامرا د عملیاتو د قومندانۍ  ځواکونو، د ؤلسی  قواؤو او قبایلو په  مرستی  سره،  ۵۵  ترهه ګر  په  هلاکت  رسولی، او د هغوی   ۱۵  موټرونه  یی  هم  ویجاړ کړل .
دعراق  د دفاع  وزارت   په  بیانیه کی  راغلی  دی  چی، دعراق  پوځیانو او ؤلسی  قواوؤ، په  څلورو خواؤوکی، د پرمختګ  په  ترځ کی، ۶۳  بمونه  کشف  او شنډ کړی، او د ضلوعیه  په  سیمه کی  یی، د کبیبه او کریحه  کلی  آزاد کړل  .
دیوبل  خبر له  مخی  د عراق  د پارلمان  استازی ، مؤفق  الربیعی  اعلان  وکړ : د داعش  ترهه  ګری  ډلی، د خپلو غړیو  ۸۶  کسان، د جنګ له  ډګر څخه  د تیښتی، او خپلو هیوادونو ته  د ستنیدو په  تور، اعدام  او پانسی کړل  . 

 

    





 

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc00qss2bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته