دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 104859
د پاکستان سیاسي ګوندونه او پوځ په هیواد کښې د پوځي محکمو په جوړولو سلا شول

په پاکستان کښې پرون د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ د سیاسي ګوندونو او پوځي مشرانو په ګډه غونډه کښې پریکړه وشوه چې په هیواد کښې د پوځي محکمو جوړیدل د وخت یو ضرورت دی. د دې کار لپاره د پاکستان په اساسي قانون کښې د ترمیم مصوبه نن پارلیمان ته وړاندې کیږي.
د خبر په تفصیل کښې راغلي چې د آصف علي زرداري، عمران خان، مولانا فضل الرحمان، سراج الحق، محمود خان اڅکزي او د آفتاب احمد خان شیرپاو په شمول د پاکستان د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو او د څلورو واړو صوبو اعلی وزیرانو د نوازشریف په مشرۍ په ۵ ساعتیزه غونډه کښې ګډون وکړ. د وزیراعظم په ماڼۍ کښې ترسره شوې دغه غونډه کښې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف او د استخباراتو مشر جنرال رضوان اختر هم شتون درلود.
په یاده غونډه کښې د ترهګرۍ خلاف د حکومت په شلو نکتو مشتمل قامي عملي پلان د اجرا کیدو پریکړه وشوه او د ټولو ګوندونو مشرانو په یوه خوله وویل چې د هیواد په بیړنیو او غیرمعمولي حالاتو کښې پکار دي غیرمعمولي پریکړې وشي او داشان د خصوصي محکمو په جوړیدو سلا شول. د ترهګرۍ په اړوند د چټکو فیصلو په موخه د جوړو شویو دغو محکمو موده به دوه کاله وي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccp0qso2bqx48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته