کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان کرکټ ټیم په عربي اماراتو کې له ایرلنډ او سکاټلنډ سره سیالۍ کوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 13 جدی 1393 ساعت 14:06


ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم روانه اونۍ په متحده عربي اماراتو کې له ایرلنډ او سکاټلنډ لوبډلو سره یو لړ لوبې وکړي.
دغه لوبې د پنځوس اورونو نړیوال جام لوبو ته د تیاریو لپاره ترسره کیږي.
نړیوال جام لوبې د فبروري او مارچ په میاشتو کې په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې ترسره کیدونکي دي.
افغان ټیم د نړیوال جام لپاره لوبغاړي غوره کړې دي. د دغه جام تر پیلیدو مخکې به هم افغان ټیم په اسټرالیا کې یو لړ دوستانه لوبې وکړي.
د پنځوس اورونو په نړیوال جام لوبو کې د افغانستان لومړۍ لوبه د فبروري په اتلسمه له بنګله دیش سره ده.


د مطلب کود: 104862

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/104862/افغان-کرکټ-ټیم-په-عربي-اماراتو-کې-له-ایرلنډ-او-سکاټلنډ-سره-سیالۍ-کوي

آوا
  https://www.avapress.com