دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 104986
"د نوي کال په بودجه کې ۳۰ نیمګړو پروژو ته پیسې نه دي ځانګړې شوي"

دافغانستان د فواید عامې وزارت وايي مالیې وزارت د نوي مالي کال په بودجه کې د دوی شااوخوا دیرشو نیمګړو پروژو ته پیسې نه دي ځانګړې کړي.
د فواید عامې وزارت چارواکي وايي؛ که چیرې مالیې وزارت د دوی نیمګریو پروژو ته د نوي مالي کال په بودجه کې ځای ورنه کړي؛ یادې پروژې به همداسې نا بشپړې پاته او په اړه به یې د خلکو غبرګونونه راوپاریږي.
د دې وزارت سرپرست نورګل منګل وایي چې په تیر مالي کال کې دوی شپږ شپیته پراختیايي پروژې مشخصې کړې وې چې یوازې پنځه یې بشپړې او پاته نور یې لغوه یا نیمګړې پاته شوې.
ښاغلي منګل د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته د هغو دیرشو پروژو څرنګوالی چې نیمګړې پاته دي داسې بیان کړ:
"دغه ۳۰ پروژې درې ډوله وې، د ځینو تدارکاتي چارې په۱۳۹۳ کال کې بشپړې شوي؛ قراردادونه یې شوي او په ساحه کې یې عملاً کار جریان لري؛ یو ډول پروژې دي چې تدارکاتي پروسه یې بشپړه شوې؛ تدراکاتي کمېسیون ته د منظورۍ لپاره تللي او درېیم ډول پروژې له تدراکاتي پروسې کې دي؛ که دغه منظورې نه شي، نو په نوي کال کې دا زموږ لپاره سرخوږی دی؛ زموږ غوښتنه دا ده چې دغه پروژې باید منظورې شي."
ښاغلی منګل زیاتوي لغوه شوې پروژې ډېرې مهمې او په بېلابېلو ولایتونو پورې اړه لري.
نوموړی له مالیې وزارت او ولسي جرګې نه غواړي چې یادو پروژو ته د نوي مالي کال په بودجه کې پیسې منظور کړې.
د فواید عامې وزارت سرپرست نورګل منګل وایي؛ مالیې وزارت د ۱۳۹۴ مالي کال په بودجه فواید عامې وزارت ته یوه نوې پروژه هم په پام کې نه ده نیولې.
فواید عامې وزارت ساختماني سکتور پورې اړوند وزارت دی او پروژې یې هم تر ډیره د سړکونو جوړول، بیارغونه او ساتنه او څارنه ده.
فواید عامې وزارت په داسې حال کې د دوی نیمګړو پروژو ته د پیسو د نه ځانګړې کېدو خبره کوي چې تراوسه د نوي مالي کال چې پنځلس ورځې یې تیرې شوي؛ بودجه نه ده تصویب شوې.
خو د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني وايي؛ اوس د دې کال په بودجه کار روان دی او هڅه کوي چې ټولو نیمګړو پروژو ته پیسې ځانګړي کړي.
"موږ خپلو امکاناتو ته ګورو او بیا له خپلو امکاناتو سره سم موږ د راتلونکي کال په بودجه کې دغه شامله وو؛ تراوسه په بودجه باندې کار روان ده په صراحت سره ویلی شو چې ټولې نیمه کاره پروژې به د ۱۳۹۴ مالي کال په بودجه کې شاملې او تصویب به شي."
د ولسي جرګې له خوا د نوي مالي کال د بودجې د رد یو علت هم نیمګړو پروژو ته د پیسو نه ځانګړي کیدل ښودل شوي دي.
د ولسي جرګې غړو دغه راز استدلال کاوچې په انکشافي بودجه کې د ولایتونو ترمنح تعادل هم په پام کې نه دی نیول شوی.
څيړونکي وایي، د بودجې نه تصویبیدل هم د پراختیايي پروژو د عملي کیدو د ځنډ سبب کیږي او سپارښتنه کوي چې ولسي جرګه باید ډیر ژر د روان مالي کابل بودجه تصویب کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdjo0f9yt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته