کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جلال اباد کې د بهرنيو ځواکونو پرکاروان ځانمرګی بريد شوی مرګ ژوبله نلري

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 16 جدی 1393 ساعت 10:50


په جلال اباد کې د بهرنيو ځواکونو پرکاروان ځانمرګی بريد شوی مرګ ژوبله نلري.
پرون ماسپښين شاوخوا درې بجې د بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې د جلال اباد تورخم لويې لارې په اوږدو کې د کاريز کبير سيمې سره يو مازدا ډوله موټر نه په استفادې د خارجي ځواکونو پر کاروان ځانمرګی بريد شوی .
ولايت مقام ته د امنيتي ادارو او بهرنيو ځواکونو لخوا د ورکړل شويو معلوماتو له مخې بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د مشورې او ټرايننګ ورکولو په موخه يوې سيمې ته تللي وه، چې د بيرته ستنيدو پر مهال د موټر
نه په ګټې اخيستنې دغه بريد رامنځته شو، چې له امله يې د بهرنيو ځواکونو يو موټر زيانمن او ځواکونو ته يې مرګ ژوبله نده اوښتې.
د امنيتي ادارو د معلوماتو له مخې تر اوسه د پېښې محل نه د ملکي خلکو او نورو مسولينو د مرګ ژوبلې خبر ندی ترلاسه شوی.


د مطلب کود: 105015

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/105015/په-جلال-اباد-کې-د-بهرنيو-ځواکونو-پرکاروان-ځانمرګی-بريد-شوی-مرګ-ژوبله-نلري

آوا
  https://www.avapress.com