دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 105043
دایران او افغانستان چارواکو دسرحدونو او امنیت په باره کښې خبرې وکړې

دافغانستان دملي امنیت  سلاکار محمد حنیف اتمر  په تهران کښې د ایران دملي امنیت دلوړې شورا له منشي او داسلامي انقلاب دستر لارښود له استازي علي شمخاني سره د دواړو هیوادونو د سرحدونو او دسیمې دامنیت په باره کښې خبرې و کړې .
دایران او افغانستان دغو چارواکو په سیمه کښې دتلپاتې امنیت او ثبات لپاره د  دوو اړخیزو ملګرتیا دپراختیا پرضرورت ټینګا وکړ .
دایران داسلامي جمهوریت د ملي امنیت دلوړې شورا عمومي منشي شمخاني دافغانستان او ایران ترمینځ د اوږدمهاله او ستراتژیکې ملګرتیا  او ددواړو هیوادنو ترمینځ د امنیتي خبرو پر دوام تینګار وکړ .
دایران چارواکي شمخاني د سرحدي سیندونو موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل پکار دي چې داوبو له ګډو سرچینو څخه داستفادې لپاره رغنده فیصلې وشي .

دایران دملي امنیت شورا عمومي منشي له افغانستان څخه دناټو دعسکرو وتل دترهګرۍ پرضد د مبارزې او د ملي ګټو د دفاع لپاره دافغانستان دامنیتي ځواکونو او دملي اردو دوړتیا دزیاتیدا لپاره مناسب فرصت وباله .
دافغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم له ګاونډیوهیوادونو سره دملګرتیا دپراختیا ترڅنګ له ترهګري او سرزورۍ سره دمقابلې  او دسیاسي کوټلتیا درامینځته کیدا لپاره  جدي هلې ځلې د افغانستان دحکومت لومړیتوب وباله .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdci5wazpt1auu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته