دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 105218
د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ټیمونه په دوبۍ کې سره سیالۍ کوي
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن په دوبۍ کې د ایرلنډ له لوبډلې سره مسابقه وکړي.
افغان لوبډلې د پنجشنبې په ورځ په دوبۍ کې د سکاټلنډ ټیم ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.
په عربي متحد اماراتو کې دا لوبې نړیوال جام ته د تیاریو لپاره د دغو درېیو ملي ټیمونو تر منځ ترسره کیږي.
ټاکل شوې ده چې د پنځوس اورونو نړیوال جام لوبې په فبروري او مارچ میاشتو کې په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې ترسره شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccspqs42bqxi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته